نیمروز کې د نشه يي توکو څلور قاچاقبران ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۰ - ۱۰:۴۱
7

له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو نیمروز ولایت کې د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو څلور قاچاقبران نیولي دي.
له یادو کسانو څخه ۲۸۰ کیلو ګرامه تریاک، ۱۸۷ کیلو ګرامه خاشخاش، ۵۴۰۰ کیلو ګرامه بنګدانې، ۹۷۰ کیلو ګرامه د کوکنارو غوزې او درې عرادې موټر د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.