Pastنور دلته
لوګر کې څلور ترهګر طالبان ونیول شول
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې څلور ترهګر طالبان نیولي دي.
په یادو کسانو کې درې تنه د ترهګرو. . .
کابل کې د وسله والو غلو یوه درې کسیزه ډله ونیول شوه
تېره ورځ د کابل ښار د ۱۱ امنیتي حوزې منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.
یادو کسانو کابل ښار کې د وسله والو غلاوو په بېلابېلو قضیو کې لاس. . .
ننګرهار کې ۱۰۰ بورۍ چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه شول
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په مرکز جلال اباد ښار او کوز کونړ ولسوالۍ کې ۱۰۰ بورۍ چاودېدونکي توکي د امونیم نایترېت له ډوله، ۱۴۰ بنډله ثانیه سوز لین او دوه عرادې موټر نیولي. . .
ننګرهار کې پنځه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو پنځه تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
په یادو کسانو کې د مرکز جلال اباد ښار په اړوند سیمو کې درې تنه د. . .
لغمان کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د مرکز مهترلام ښار په اړوند سیمو کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
په یادو کسانو کې څلور تنه یې د. . .
هرات کې د درېیو حرفوي غلو په ګډون څلور تنه ونیول شول
پولیسو د هرات ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د حرفوي غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.
یادو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال په بېلابېلو جرمي قضیو په ځانګړې توګه په ښار کې د پیسو د. . .
کندهار کې شپږ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د احمدشاه بابا په نړیوال هوايي ډګر کې شپږ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
پدې منځ کې پنځو تنو دوه. . .
کاپیسا، بادغیس، خوست، ننګرهار او هرات کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په کاپیسا، بادغیس، خوست، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له. . .
کابل کې اته تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول
پولیسو د کابل ښار د ۱۰، ۱۳ او ۱۸ ناحیو او همداراز د پغمان او قره باغ ولسوالیو په اړوند سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اته تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په ځانګړې توګه د چپاولګرۍ، غلا. . .