ننګرهار کې پنځه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ - ۱۱:۱۶
7

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو پنځه تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
په یادو کسانو کې د مرکز جلال اباد ښار په اړوند سیمو کې درې تنه د فېزیکي شخړې، بهسودو ولسوالۍ کې یو کس د موبایل د غلا او د جلا اباد ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کس د پیسو د جعل په تړاو نیول شوي دي.
همداراز پولیسو د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې د قیمتي ډبرو د استخراج مخه نیولې ده.
د دې عملیاتو په لړ کې یو عراده بې پلېټه ډینا ډوله موټر، یو اندازه چاودېدونکي توکي، یوه پایه کمپیوټري تله، دوه پایې جنراتورونه، دوه پایې د ډبرو ایستلو برمې، یو پایه کمپرېسراو یوه پایه داش هم په عملیاتو کې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.