Pastنور دلته
خوست کې د حقاني ډلې اوو غړیو ته د خپل لاس جوړ شوي ماین د چاودنې له امله مرګ ژوبله اوښتې
پرون د حقاني شبکې اوه غړیو غوښتل د خپل لاس جوړ شوی ماین د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په لېوانخېلو کلي کې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي، چې ماین پرې چاودلی او له امله یې درې. . .
کابل کې اوه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې اوه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د پنځمې، دولسمې، پنځلسمې او اولسمې ناحیو. . .
کابل کې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په چهار آسیاب ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
غور کې درې ماین خښوونکي ووژل شول
د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې درې ترهګرو طالبانو غوښتل یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړي، چې ووژل شول.
یادو کسانو نن سهار غوښتل د غور - هرات پر لویه لار د شهرک ولسوالۍ په "دهن مرغه" سیمه کې. . .
ننګرهار کې څه باندې ۵۰ کیلوګرامه نشه یي توکي کشف او ترلاسه شول
تېره ورځ د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۵۱ کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي کشف او ضبط کړي دي.
په یادو. . .
غور کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی
د غور ولایت پولیسو د مرغاب ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د درېیو کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې د پولیسو لخوا پر وخت. . .
د هېواد په ولایتونو کې له کرونا ویروس د مخنیوي په تړاو د ملي پولیسو کړنې
له کله چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت لخوا په هېواد کې د کوېډ ۱۹ وژونکي ویروس د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړل شو، ملي پولیسو د قانون تنفیذ د مرجع په توګه د خلکو په منځ. . .
فراه کې وروستي سېلاب ځپلي وژغورل شول
د فراه ولایت د ملي پولیسو منسوبینو د یو لړ ژغورنې عملیاتو په ترڅ کې وروستۍ سېلاب ځپلې کورنۍ وژغورلې.
پدې وروستیو کې د فراه ولایت په "لاش و جوین" ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له امله ګڼ. . .
د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو په مرکزونو کې له کرونا ویروسه د مخنیوي په پار جدي تابیاوې نیول شوې
تېره ورځ د لوګر، ننګرهار، هرات، کاپيسا او بامیان ولایتونو د ځانګړو ځواکونو په قطعو کې له کرونا ویروس څخه د مخنیوي لپاره یو لړ ځانګړې تاوبیاوې ونیول شوې دي.
د دې تاوبیاوو په درشل کې د. . .