د هېواد په ولایتونو کې له کرونا ویروس د مخنیوي په تړاو د ملي پولیسو کړنې

hakimi-moi
جمعه ۱۳۹۹/۱/۱۵ - ۱۳:۳۹
01

له کله چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت لخوا په هېواد کې د کوېډ ۱۹ وژونکي ویروس د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړل شو، ملي پولیسو د قانون تنفیذ د مرجع په توګه د خلکو په منځ کې د دې ویروس له خپرېدو د مخنیوي په پار یو لړ ځانګړي اقدامات ترسره کړل.

د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د غزني، بدخشان، تخار، لغمان او میدان وردک ولایتونو د ملي پولیسو منسوبینو د یادو ولایتونو له سیمه ییزو عامې روغتیا ریاستونو سره په همغږۍ له کرونا ویروس څخه د مخنیوي پر وړاندې یو لړ مخکینۍ تابیاوې نیولې دي.

پدې اقداماتو کې د دفترونو او عمومي سیمو دوا پاشي، د لویو پلورنځيو تړل، خلکو ته د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه پوهاوی ورکول او له بې مورده ګرځېدنې د ډډې سپارښتنې شامل وو.

دا پداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د ملي پولیسو منسوبینو په هرات، کابل، سرپل، فراه، بلخ، پنجشېر، ننګرهار، پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو کې له کرونا ویروس څخه د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات ترسره کړي وو.