خوست کې د حقاني ډلې اوو غړیو ته د خپل لاس جوړ شوي ماین د چاودنې له امله مرګ ژوبله اوښتې
پرون د حقاني شبکې اوه غړیو غوښتل د خپل لاس جوړ شوی ماین د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په لېوانخېلو کلي کې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي، چې ماین پرې چاودلی او له امله یې درې ترهګر ماین خښوونکي وژل شوي او څلور نور یې مرګوني ټپیان شوي دي.
د یادولو وړ ده چې ټپيان شوي ماین خښوونکي اوسمهال د امنیتي ځواکونو تر درملنې لاندې دي.