غور کې درې ماین خښوونکي ووژل شول
د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې درې ترهګرو طالبانو غوښتل یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړي، چې ووژل شول.
یادو کسانو نن سهار غوښتل د غور - هرات پر لویه لار د شهرک ولسوالۍ په "دهن مرغه" سیمه کې یو کړۍ د وسایطو ضد ماین ځای پر ځای کړي، چې ماین پرې چاودلی او له امله یې درې واړه وژل شوي دي.