Pastنور دلته
کابل کې څلور تنه د وسایطو د غلا په تړاو ونیول شول
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په شکردرې ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د وسلهواله حرفوي غلو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.
یادو کسانو کابل ښار کې د وسایطو د. . .
کونړ کې اوه تنه له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په "خاديخېل" کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې اوه تنه له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو. . .
هرات کې یو غلا شوی موټر چې ځانمرګي برید کې ترې استفاده کېده، نیول شوی
تېره ورځ پولیسو هرات کې د یوه چټک اقدام په ترڅ کې د یوه مازدا ډوله بار وړونکي موټر له غلا مخنیوی کړی دی.
د ترهګرو یوې څلور کسیزې ډلې د ګذرې ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي مازدا موټر له وسلې په. . .
کابل کې د ترهګرو شپږ کسیزه ډله په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د برېښنا ستنې د ویجاړولو په تړاو ونیول شوه
تېره شپه ملي پولیسو کابل کې د ترهګرو یوه شپږه کسیزه ډله چې یوه اونۍ دمخه یې په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د برېښنا ستنه ویجاړه کړې وه، نیولې ده.
یادو کسانو غوښتل پرون شپه ۱۱ بجې په میربچه. . .
لوګر او بدخشان کې ۳۹ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي
تېره شپه په لوګر او بدخشان ولایتونو کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښتو کې د ترهګرو طالبانو ګڼ ترورېستي بریدونه شنډ او له امله یې طالبانو ته درنه مرګژوبله. . .
بغلان، پروان او تخار کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د بغلان، پروان او تخار ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د د وسلهوالو غلاوو او ژوبلې په تړاو نیولي دي.
له دې منځه د پلخمري ښار د لومړۍ او دویمې. . .
بلخ کې دوه تنه د قتل په تړاو ونیول شول
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د قتل د دوه قضیو په تړاو نیولي دي.
د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په لنګر سیمه کې یو کس د قتل او ژوبلې په تړاو. . .
هرات کې دوه تنه د هدفي وژنو په تړاو ونیول شول
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه چې په هرات ښار کې يې د ترورېستي بریدونو د طرح او سازماندهي برسېره په هدفي وژنو کې هم لاس درلود، نیولي دي.
یادو. . .
خوست کې پینځه وسلهوال غله ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ملي امنیت له منسوبینو سره یوځای د خوست ولایت د ګربز ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې پینځه وسلهوال غله نیولي دي.
یادو. . .