کونړ کې اوه تنه له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په "خاديخېل" کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې اوه تنه له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه داعش ترهګرو ته اړوند د اړیکو او تبلیغاتو وسایل او یو شمېر سندونه هم ترلاسه شوي دي.