خوست کې پینځه وسلهوال غله ونیول شول

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ملي امنیت له منسوبینو سره یوځای د خوست ولایت د ګربز ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې پینځه وسلهوال غله نیولي دي.
یادو کسانو په خوست کې د وسلهوالو غلاوو په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود، چې تېره ورځ نیول شوي دي.
له نیول شویو وسلهوالو غلو څخه پينځه میله کلاشینکوفونه، ۱۶ عدده شاجورونه، څلور صوبه پرتلې، پینځه جوړې نظامي یونیفورم او یو شمېر نور مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.