د پروژې نوم : له زېړ او سپین رنګ څخه روښانه فیروزه يي او سپین رنګ ته د ټکسي موټرونو د رنګ تغیرولو چارې چې حد اقل شمېر یې(۳۸۸۹) او اکثر شمېر یې(۳۸۸۵۶) عرادې کېږي.

moi-af
sfdff

Publish Date

Closing Date

د کورنیو چارو وزارت  ټولو د شرایطو وړ  (حقیقي او حقوقي ) داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د پورته یاد شوې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده پروژی د چاپ شوې شرطپاڼې یوه کاپي د کورنیو چارو وزارت تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي،په  شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو سره سم د خپل آفرونه په سرتړلي توګه د خبرتیا د نېټې له خپرولو څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي،ناوخته رسیدلی او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
همدارنګه د آفر تضمین د هر یو لاټ  لپاره په لاندې ډول ټاکل شوی دی:
1.    لومړی لاټ - 284,800     افغانۍ ( دوه سوه څلور اتیا زره  اته سوه افغانۍ)
2.    دوهم لاټ  - 78,400         افغانۍ ( اته اویا زره څلور سوه افغانۍ)
3.    دریم لاټ - 219,200     افغانۍ ( دوه سوه نولس زره دوه سوه افغانۍ)
4.    څلورم لاټ - 85,400     افغانۍ ( پنځه اتیا زره څلور سوه افغانۍ)
5.    پنځم لاټ       000,41        افغانۍ ( یو څلویښت زره افغانۍ)
6.    شپږم لاټ - 34,600    افغانۍ ( څلور دېرش زره شپږ سوه افغانۍ)
7.    اووم لاټ  - 34,400     افغانۍ ( څلور دېرش زره څلورسوه افغانۍ)
 او د آفر پرانیستلو غونډه د آفرونو د تسلیمۍ مودې له پاي ته رسیدو سره سم د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو په ریاست کې دائرېږي.


نوټ: د خبرتیا او شرطپاڼې په منځپانګه کې د هر ډول توپیر په صورت کې د شرطپاڼې مځپانګه  د اعتبار وړ ده.                    
 

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۴:۳۰
Background image

د موټر سیوری (سایبان) او پارکینګ د جوړولو د چاور پروژه

پدې توګه د ملي تدارکاتو ریاست 20580 ګڼې27/12/1447نېټې متحدالمال پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي ،د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د نشه یي توکو او د تخنیکی تدقیق ریاست د اړتیا وړ د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت د پاسپورټ مدیریت د نوې ودانۍ د جوړولو چارې پروژه

پدې توګه د ملي تدارکاتو ریاست 20580 ګڼې متحدالمال پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږې ،د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د تخار ولایت د پاسپورټ مدیریت د نوې ودانۍ د جوړولو چارې پروژه تړون . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۵۹
Background image

د پنجشېر ولایت د رُخې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د اړتیا وړ د جامع جومات د محراب د جوړولو چارې پروژه

پدې توګه د ملي تدارکاتو ریاست 20580 ګڼې متحدالمال پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږې ،د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د پنجشېر ولایت د رُخې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د اړتیا وړ د جامع . . .

Back to tenders