د کورنیو چارو وزیر د قطر هیواد له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

moi-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳۰ - ۱۰:۴۵
fh


د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني حفظه الله د قطر هیواد څخه راغلي لوړپوړي پلاوي سره وکتل.
د پلاوی په ترکیب کې محمد المسند په امنيتي چارو کې د قطر هیواد د امير ځانګړی استازی، دوکتور مطلق بن ماجد القحطاني د قطر د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړی استازی، محترم خمیس ال شریم د قطر د امیر د دفتر مشاور او په کابل کې د قطر هیواد سفیر سعید بن مبارک الخیارین شامل وو.
د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه صیب راغلي پلاوي ته هرکلی ووایه او د قطر هیواد له همکاریو يې مننه وکړه او زیاته يې کړه: قطر هیواد له افغانانو سره په سختو شرایطو کې مرسته کړې او د ټولو افغانو په نمايندګۍ ستاسې څخه مننه کوو.
د قطري پلاوي مشر محمد المسند د کورنیو چارو له وزیر مننه وکړه او زیاته یې کړه: لازمه نه ده چې تاسې زموږ د مرستو مننه وکړی، د یوه ورور هیواد په توګه دا زموږ دنده ده او د وروڼو ترمنځ همکاري یوه وجيبه بلل کيږي نه احسان.
المسند وویل: موږ هڅه کوو چې د اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ د  باور او تعامل  فضا رامنځ ته کړو چې کورنیو چارو وزیر  يې له هڅو مننه وکړه.