د سوداګرو او پانګوالو شکایاتو ته د رسيدګۍ په تړاو مطبوعاتي اعلامیه

jamil-moi

د هيوادوالو امنیت تامینول په ځانګړي توګه د سوداګرو او پانګوالو امنیت ته پاملرنه د امنیتي ځواکونو له اصلي او اساسي دندې څخه ده. سوداګر او پانګه وال د خلکو د ژوند شرایطو په ښه کولو کې رغنده رول لوبوي چې ملت د دوی پوروړی دی.
پدې وروستیو کې زموږ ګڼ شمیر سوداګرو او پانګوالو د غلو او اوباشنو د شتون په اړه شکایت کړی چې دوی ځوروي. 
مونږ په دې تړاو د خبر سره سم د ستونزې د حل لپاره سمدستي اقدامات وکړ. دا مسله امنیتي ارګانونو لپاره خورا مهمه ده. په همدې تړاو  د ویرې او شوکې سلګونه قضیې کشف او له منځه وړل شوي او عاملین یې زندان ته اچول شويدي.
له همدې امله خپلو ټولو ګرانو سوداګرو او پانګوالو څخه غوښتنه کوو چې د هر ډول غلو او زورواکو لخوا د تليفون ترلاسه کولو سره سم د ۱۱۹ شمارې سره اړېکه ونيسئ او پوليس په جريان کې وساتئ. 
ټولو امنيتي مسئولينو ته لارښوونه شوې چې د سوداګرو او پانګوالو غوښتنو ته ژر تر ژره په ټاکلي وخت رسيدګي وکړي او د دوی د مشکل سل فيصده حل لپاره دوی ته ډاډ ورکړي. موږ د خپلو سوداګرو پر وړاندې هر ډول ګواښ جدي نیسو او په دې تړاو له لازمو اجراتو څخه تاسو ته بشپړ ډاډ درکوو.

مطبوعاتي اعلامیې

جمعه ۱۴۰۰/۵/۱۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز  د مشر دواخان مینه پال د شهادت په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

په ژورې خواشینۍ سره ترهګرو نن د کابل ښار په اوومه حوزه کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال شهید کړ.

جمعه ۱۴۰۰/۵/۸ - ۲۲:۲۴
Background image

په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو سازمان پر دفتر د ترهګرو طالبانو د برید په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

ترهګرو طالبانو نن سهار د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو (یونما) پر دفتر برید کړی، چې له امله یې د عامه سات

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳۱ - ۱۴:۱۷
Background image

ننګرهار کې د ترهګرو د توغندي له امله د یوې کورنۍ پینځه غړي شهیدان شول

تېره شپه ترهګرو د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ په سور کمر سیمه کې پر یوه ملکي کور توغندی توغولی، چې له امله یې د ماشو

Back to announcements