هلمند کې ګڼ‌شمېر وسلې او پوځي تجهیزات کشف او ضبط شوي دي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۹:۱
asfdafd

د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په تېرو درېیو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ۸۰ میله بېلابېلې وسلې او پوځي تجهیزات کشف او ضبط کړي دي.

په ترلاسه شویو وسلو او پوځي تجهیزاتو کې ۴۹ میله تومانچې، ۱۲ میله کلاشینکوفونه، ۷ میله کمرشکن ټوپکونه، ۴ میله M16 وسلې، یو راکټ، ۴ میله کرینکوفونه، ۲ میله پیکا، ۱۰۲۶ لېزري څراغونه، د سپکو او درنو وسلو ۸۳۶۲ فیره مرمۍ، ۷۶ بېلابېل شاجورونه، ۱۳ پارسله باروت، ۳۴ مخابرې، یو شمېر پوځي انتنونه او نور پوځي تجهیزات شامل دي.

د یادو وسلو او پوځي تجهیزاتو په تړاو ۱۰ کسان هم نیول شوي، چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.