عبدالنافع ټکور د ولسي شرطې او ۱۱۹ د رئیس په توګه معرفي او کار یې پیل کړ
عبدالنافع ټکور د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو د لوی ریاست اړوند د ولسي شرطې او ۱۱۹ د رئیس په توګه د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ریاست کارمندانو ته معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.
دا غونډه چې د ولسي شرطې د ریاست په دفتر کې جوړه شوې وه، د عامه اړیکو عمومي رئیس مولوي عبدالحکیم همت آخندزاده، د کورني امنیت عمومي رئیس مولوي سلطان محمد مفکر، د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ سلاکار مولوي رحمتالله کاکازاده او د دې وزارت یو شمېر نورو رئیسانو په کې ګډون درلود.
په دې غونډه کې مولوي رحمتالله کاکازاده د اسلامي نظام د حاکمیت پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې الحمدلله په ټول هېواد کې اسلامي نظام واکمن دی او په راس کې یې علماء او شیوخ قرار لري.
ورپسې مولوي سلطان محمد مفکر په ادارو کې بدلون او تبديلي یو اداري اصل وبللو او د مسوولینو پر ویښتیابه او د مسوولیت پر احساس یې ټینګار وکړ. هغه وویل چې د مسوولینو له خوا د دندو سمه او مسوولانه ترسره کول کولای شي د خلکو د آرامۍ او هوساینې زمینه برابره کړي. نوموړي همدا راز پر مسوولیت منلو او د کاري کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ.
د پروګرام په دوام کې مولوي عبدالحکیم همت آخندزاده د ولسي شرطې او ۱۱۹ ریاست د کاري استقامت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې ولسي شرطه د خلکو او د کورنیو چارو وزارت ترمنځ د اړیکو پُل دی.
هغه همدا راز د جنایي راپورونو په ترلاسه کولو، د بېلابېلو جرمونو په کشف او مبارزه کې د ۱۱۹ شمیرې رول خورا حیاتي وباله او زیاته یې کړه چې د ولسي شرطې له خوا په ولایتونو او ولسوالیو کې د شوراګانو جوړول کولای شي د امنیت په ټینګښت، د "ولس او شرطې" ترمنځ د همکارۍ په پیاوړتیا او د جرمونو په مخنیوي کې اغېزمن رول ولوبوي.
د غونډې په پای کې د کاري بهیر پر ښه والي، له خلکو سره د اړیکو پر پیاوړتیا او هېوادوالو ته د ښو او پر وخت خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وشو.