نورستان کې د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رییس له ولایتي چارواکو، رسنیو او یتیمو زده‌کوونکو سره ولیدل

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۲:۵۳
asdaf

د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رییس، الحاج مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده، د یوه پلاوي په مشرۍ نورستان ولایت ته د کاري سفر پر مهال د نورستان له والي الحاج قاري زین‌العابدین عابد سره وکتل، د رسنیو له استازو سره یې د همغږۍ ناسته ترسره کړه او د نورستان روزنتون نږدې ۲۰۰ یتیمو زده‌کوونکو ته یې د کورنیو چارو وزیر، قدرمن خلیفه سراج‌الدین حقاني، له لوري ځانګړې شوې قرطاسیه او د ښوونځي بکسې ووېشلې.

ښاغلي اخندزاده په نورستان کې د روانو پراختیایي پروژو ستاینه وکړه، د پولیسو (شرطې) راډیو د فعالېدو ژمنه یې وکړه او د رسنیو د رغنده رول پر اهمیت یې ټینګار وکړ. د نورستان والي هم د وزارت د مسؤلینو دا سفر ګټور وباله او د یتیمانو د ملاتړ او له رسنیو سره د همکارۍ په برخه کې یې د وزارت هڅې وستایلې.

د سفر په ترڅ کې د نورستان د مرکز او نهو ولسوالیو له قومي مشرانو سره هم غونډه وشوه، چې پکې د نظام د ملاتړ، قومي یووالي او همغږۍ په اړه خبرې وشوې. قومي مشرانو د اسلامي امارت له نظام سره خپل بشپړ ملاتړ او همکاري اعلان کړه او د ملي یووالي او ثبات د لا پیاوړتیا لپاره یې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.

همداراز، د رسنیو له استازو سره د همغږۍ په ناسته کې د رسنیو او دولتي ادارو ترمنځ د همکارۍ د لا پیاوړتیا او اغېزمنو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.

د سفر په پای کې یو شمېر ولایتي مسؤلین او خبریالان د خپلو فعالیتونو او همکاریو له امله په ډالیو ونازول شول.