په 7 ولایتونو کې؛ ۲۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نېول شوي دي. moi-af شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۲:۱۲ https://moi.gov.af/ps/%D9%BE%D9%87-7-%D9%88%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%88-%DA%A9%DB%90%D8%9B-%DB%B2%DB%B8-%D8%AA%D9%86%D9%87-%D8%AF-%D8%AC%D9%86%D8%A7%D9%8A%D9%8A-%D8%AC%D8%B1%D9%85%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%DA%93%D8%A7%D9%88-%D9%86%DB%90%D9%88%D9%84-%D8%B4%D9%88%D9%8A-%D8%AF%D9%8A امنیتي ځواکونو، د تېرو څلرویشتو ساعتونو راهیسې د هیواد په ۷ ولایتونو کې ۲۸ تنه د غلا، ټپي کولو، له کوره تښتیدو، د مارغانو د ناقانونه ښکار او د جنايي جرمونو په تړاو نېولي دي. له ډلې يې، شپږ تنه غله او دوه تنه نور د دوه کسانو د زخمي کیدو په تړاو په ننګرهار، شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو په نیمروز، اته تنه د مرغانو د ناقانونه ښکار په تړاو په سمنګان، دوه غله په بامیانو کې، دوه تنه له کوره د تښتیدو په تړاو په بلخ او دوه تنه نور غله په فراه او لغمان ولایتونو کې نېول شوي دي.