په 7 ولایتونو کې؛ ۲۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نېول شوي دي. moi-af Sat, Nov 30 2024 12:12 PM https://moi.gov.af/en/node/10340 امنیتي ځواکونو، د تېرو څلرویشتو ساعتونو راهیسې د هیواد په ۷ ولایتونو کې ۲۸ تنه د غلا، ټپي کولو، له کوره تښتیدو، د مارغانو د ناقانونه ښکار او د جنايي جرمونو په تړاو نېولي دي. له ډلې يې، شپږ تنه غله او دوه تنه نور د دوه کسانو د زخمي کیدو په تړاو په ننګرهار، شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو په نیمروز، اته تنه د مرغانو د ناقانونه ښکار په تړاو په سمنګان، دوه غله په بامیانو کې، دوه تنه له کوره د تښتیدو په تړاو په بلخ او دوه تنه نور غله په فراه او لغمان ولایتونو کې نېول شوي دي.