خبرونه
کابل کې درې تنه د ترهګریزو کړنو په تړاو ونیول شول.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په ۱۲ ناحیه کې یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې تنه د ترهګریزو کړنو په تړاو نیولي دي.. . .
سرپل کې ۱۲ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په توپ خانه او مسجد سبز کلیو کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې.
د دې نښتې په پایله کې اته ترهګر طالبان وژل شوي او څلور. . .
بغلان کې ترهګرو طالبانو یو ځل بیا ماته خوړلې.
بغلان کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ترهګرو طالبانو ته درنه مرک ژوبله او زیانونه اړولي.
د یادې نښتې په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د څو کلیدي ډلمشرانو په ګډون ۵۰ ترهګر طالبان وژل شوي او. . .
د ټاکنو پروسې د امنیت د ښه ټینګښت په موخه لا زیات ځواکونه ټاکنیزو سیمو ته لېږدول کېږي.
تېر ماښام کورنیو چارو وزارت کې د ټاکنو لړۍ د لا ښه امنیت د ټینګولو په موخه فوق العاده امنیتي غونډه جوړه شوه.
دا غونډه چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ جوړه شوې وه، د کورنیو چارو. . .
اته تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول.
تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په ننګرهار، فاریاب، خوست او کابل ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اته تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له یادو. . .
کابل کې درې تنه د غیرقانوني وسلو د غلا او لېږد په تړاو ونیول شول.
تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کابل ښار د لومړۍ او نولسمې ناحیې له اړوند سیمو یو تن د پیسو د غلا او دوه تنه نور د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو. . .
کندهار کې دوه بریدګر ووژل شول.
تېره ورځ د کندهار ولایت د پنځمې او څوارلسمې حوزو په اړوند سیمو کې دوه بریدګر ووژل شول.
یادو بریدګرو غوښتل چې د پولیسو پر ګزمو برید وکړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا له پښو. . .
خوست کې څلورو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
دا ترهګر طالبان هغه مهال په نښه شول چې غوښتل یې د. . .
لوګر کې ۴۵ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او شنډ شول.
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شویو ماینونو او چاودېدونکو توکو د شنډولو په موخه یو لړ عملیات په لاره اچولي وو.
د دې عملیاتو په. . .
