خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۹ - ۱۵:۵۰
Background image

بلخ کې ترهګرو طالبانو ته تړلي درې شکمن کسان ونیول شول.

د بلخ ولایت د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د نهرشاهي ولسوالۍ په اړوند ګل افغان کلي کې د یوه عملیات په لړ کې درې تنه ترهګرو طالبانو ته تړلي شکمن کسان نیولي.
له یادو کسانو څخه دوه عرادې. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۹ - ۱۵:۴۷
Background image

هلمند کې بېلابېل کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي.

نن د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې افغان ځواکونو چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې الله یار، اتم ډراب، خارکو او علي خان کلي د دښمن له شتونه پاک شوي دي.
د یادو عملیات پرمهال د. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۹ - ۱۱:۲۸
Background image

کندهار کې ۱۱ ترهګر طالبان ووژل شول.

د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په دشت سیمه کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې درې ترهګر طالبان ووژل شول.
له یادو کسانو څخه یوه پایه مخابره او یو قبضه راکټ انداز هم د. . .
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۹ - ۱۰:۱۶
Background image

کابل کې دوه غله ونیول شول.

د کابل ولایت د درېیمې حوزې منسوبینو د یادې حوزې په اړوند سیمو کې د یوه عملیات په ترڅ کې دوه هغه غله نیولي چې څه موده دمخه یې د یوه رستورانت پیسې غلا کړې وې.
یادو کسانو د پُل سرخ په. . .
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۹ - ۱۰:۱۴
Background image

کابل کې د یوه سوداګر د پيسو له غلا مخنیوی وشو.

کابل کې د یوه سوداګر د پیسو له غلا مخنیوی شوی او په تړاو یې درې وسله وال غله نیول شوي دي.
تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د بنايي په سیمه کې درې هغه وسله وال غله. . .
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۹ - ۱۰:۸
Background image

خوست کې دوه کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو دوه کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل.
ترهګرو یاد ماینونه د خوست ولایت د مرکز او صبریو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملکي مرګ ژوبلې لپاره ځای پر ځای کړي. . .
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۹ - ۱۰:۴
Background image

هرات کې د یوې لویې ترهګریزې پېښې مخه ونیول شوه.

د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ترهګرو یو ډز درنه ګولۍ ځای پر ځای کړې وه، چې د پولیسو او د سیمې د خلکو په همکارۍ کشف او د ملي اردو د انجینیرۍ ټيم له خوا شنډ شوه.
د دې. . .
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

هرات او فراه کې درې تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد او غلا په تړاو ونیول شول.

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د یاد ولایت د انجیل ولسوالۍ د کهدستان له کلي دوه تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.
همداراز د فراه ولایت پولیسو د دې ولایت د پنځمې. . .
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

ننګرهار کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
دا کسان د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د جلال اباد ښار، بهسودو او. . .

Pagination