هلمند کې دوه وسله وال غله ونیول شول.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۳ - ۸:۵۲
f

د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په یاد ولایت کې د لېږدوونکو وسایطو دوه وسله وال غله نیولي دي.
یو تن یې له یوه هلمند مېشتي موټر تښتولی و، چې د اومې امنیتي حوزې د پولیسو لخوا لاس په لاس ونیول شو.
همداراز یو بل یې موټر سایکل تښتولی و، چې تېره ورځ د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
له نیول شویو غلو یو عراده فېلډر موټر، یو عراده موټرسایکل او یو میل تفنګچه د پولیسو لاسته ورغلي دي.