لوګر کې دوه طالب ترهګر ونیول شول.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۳ - ۸:۴۹
d

د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو دوه ترهګر طالبان نیولي.
یادو ترهګرو به د کابل-لوګر پر لویه لار طالبانو ته د دولتي کارکوونکو او امنیتي ځواکونو د تګ-راتګ په اړه معلومات ورکول، چې د لوګر ولایت له کلنګار سیمې تر پېژندنې وروسته ونیول شول.
یادو ترهګرو د کابل-لوګر پر لویه لار په بېلابېلو ترهګریزو پېښو کې لاس درلود.
د یادونې ده چې له نیول شویو ترهګرو یوه پایه مخابره هم د پولیسو لاسته ورغلې.