لوګر کې د نشه يي توکو یو ډک موټر ونیول شو.

تېره ورځ د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د مرکز په حیدربازار کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې له نشه يي توکو یو ډک موټر نیولی دی.
نشه يي توکي د چرسو له ډوله دي، چې په یو کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو او په تړاو یې یو مشهور قاچاقبر ٬٬جانباز٬٬ نومی هم نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې موټر کې ځای پر ځای شوي چرس ۱۱۰ کیلو ګرامه وزن لري.