خبرونه
زابل کې څلورو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په کجیرخېل او باران خېلو سیمو کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې.
د یادې نښتې په ترڅ کې یو ترهګر طالب وژل شوی او درې نور. . .
لغمان کې د داعش ترهګرې ډلې دوه مهم غړي له یو شمېر وسلو او نظامي تجهیزاتو سره ونیول شول
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لغمان ولایت په قرغه يي ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات پر لاره اچولي وو، چې په پایله کې یې د داعش ترهګرې ډلې دوه مهم غړي نیولي دي.
له یادو کسانو. . .
سرپل کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر چاودېدونکي توکي، مهمات او تجهیزات ترلاسه شول
تېره ورځ امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرپل ولایت د مرکز اړوند د لویې لارې پر مسیر د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د ترهګرو طالبانو پنځه کړۍ ماینونه او یو شمېر مهمات. . .
سمنګان کې ۱۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول
د تېرې يوې اوونۍ په لړ کې د سمنګان ولايت له جنايي جرمونو سره د مبارزې او د لويې لارې پوليسو ۱۱ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نيولي دي.
دا کسان په قتل، غلا او اختلاس تورن دي، چې د. . .
کندهار کې ۱۷ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه د ملي پوليسو ځانګړو ځواکونو د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې يو لړ عمليات ترسره کړي، چې په ترځ کې يې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
ياد عمليات د ميوند ولسوالۍ. . .
هلمند کې د ترهګرو طالبانو ۱۵ پټنځایونه له منځه یوړل شول
امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د ترهګرو طالبانو ۱۵ پټنځایونه کشف او له منځه وړي دي.
د دې. . .
خوست او زابل کې له ګڼو چاودنو مخنیوی شوی
پولیسو په خوست کې له یوې ماین چاودنې او د درنو وسلو د اووه ګولیو له چاودنې او همداراز په زابل کې هم له یوې ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماین او د هاوان او توپ ګولۍ د. . .
د شهید عبدالجبار قهرمان له ښونیز او روزنیز مرکز څخه ۴۲۶ تنه افسران، ساتنمنان او سربازان فارغ شول
هلمند کې د شهید عبدالجبار قهرمان له ښونیز او روزنیز مرکز څخه ۴۲۶ تنه افسران، ساتنمنان او سربازان له یوې میاشتنۍ زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په یاده فراغت غونډه کې د هلمند. . .
بغلان کې له يوې ماين چاودنې مخنيوى شوى
د بغلان ولايت د امنيه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پوليسو د بغلان مرکزي ولسوالۍ په اړوند سيمو کې د يو کړۍ ريموټ کنټرول ماين له چاودنې مخنيوى کړى دى.
ترهګرو طالبانو ياد ماين د ملکي. . .
