کابل کې دوه متکرر حرفوي غله ونیول شول

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۸ - ۱۵:۱۹
01

پولیسو د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې په اړوند سیمو کې دوه متکرر او حرفوي غله چې د ۱۱مې او ۱۷مې ناحیو په اړوند پرتو سیمو کې یې د وسایطو په غلا لاس پورې کاوه، نیولي دي.
دا کسان مصطفی مشهور په "قومندان" او فرید مشهور په "اموکک" نومېږي، چې تېره ورځ د پولیسو له‌خوا ونیول شول.
دې کسانو د وسایطو د غلا او موټر چلوونکو د وژنې په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود.