پروان کې د ترهګرو طالبانو استخباراتي او د ماین خښونې مسوول ووژل شو
د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د پروان ولایت د غوربند درې په "درازګرد" کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو استخباراتي مسوول نورمحمد چې په "عمري" مشهور دی، وژلی دی.
عمري د استخباراتي مسوولیت برسېره؛ د پروان ولایت په غوربند دره کې د ترهګریزو بریدونو په ځانګړې توګه د ماین خښونې دنده هم پر غاړه درلوده.