کابل کې درې وسلهوال غله ونیول شول او یو بل یې ووژل شو
تېره شپه ۹:۳۰ دقیقې د وسلهوالو او ترهګرو غلو یوه څلور کسیزه ډله چې تر دې دمخه د پولیسو تر څار لاندې وه، د ۱۸مې ناحیې په اړوند "کاکور" سیمه کې له پولیسو سره ونښته، چې په ترڅ کې يې یو کس ووژل شو، بل یې له دوه نورو همکارانو سره یو ځای په ټپي حالت کې ونیول شو.
یادو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال منلې، چې له وسلهوالو غلاوو سربېره یې په کابل ښار کې له ترهګرو طالبانو سره هم همکاري درلوده.
له دې کسانو څخه یو میل کلاشینکوف له ۲۰۰ ډزه ګولیو سره یو ځای د پولیسو لاسته ورغلي دي.