خبرونه
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د فعال احتیاط له جنرالانو سره وکتل
د کورنیو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال د یاد وزارت د فعال احتیاط له جنرالانو سره وکتل.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د فعال احتیاط له جنرالانو سره د کتنې په. . .
فاریاب کې د ترهګرو طالبانو د ډلمشر ملا شاکر په ګډون ۲۲ ترهګر وژل شوي، ټپیان او نیول شوي دي
تېره ورځ د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ اړوند د لومړي نمبر لویې لارې پر مسیر د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او همدارنګه ترهګرو طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې د. . .
کابل او ننګرهار کې د انسان تښتوونکو اوه کسیزه ډله ونیول شوه
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په کابل او جلال اباد ښارونو کې د څو کشفي عملیاتو په ترڅ کې اوه انسان تښتوونکي نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، یو. . .
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د پولیسو ټولو قوماندانانو ته لارښوونه وکړه چې د امنیت ساتنې په برخه کې خپلې چارې له نوې کړنلارې سره پیل کړي
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مل پاسوال عبدالستار میرزکوال نن سهار د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتونو له امنیه قوماندانانو سره غونډه وکړه.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دې غونډه کې له خلکو. . .
د کورنیو چارو د نوماند او سرپرست وزیر په مشرۍ تامیناتي غونډه ترسره شوه
تېره شپه د کورنیو چارو وزارت تامیناتي غونډه د کورنیو چارو د نوماند او سرپرست وزیر مل پاسوال عبدالستار میرزکوال په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت تامیناتي معین ریاض. . .
ګرانو هېوادوالو ستاسې له درنښت او مینې پوره منندوئ یم
درنو هېوادوالو!!
لومړی خو د دغه لوی راسپارل شوي مسوولیت له امله د افغانستان اسلامي جمهوریت د مشرتابه له اعتماد څخه یو ځل بیا مننه کوم، ما د جمهوري ریاست مشرتابه له سپارښتونو سره سم د. . .
کابل کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کابل ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزیر مل پاسوال عبدالستار میرزکوال نن ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د ۳۴ ولایتونو له امنیه قوماندانانو او منسوبینو سره خبرې وکړې.
نوموړي د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د یادو منسوبینو هڅې وستایلې او د همغږۍ پر تقویت، امنیت ساتنې او د افغانستان د خلکو او سولې د دوښمنانو پر ځپلو یې ټینګار وکړ.
د وي ټي سي. . .
ملپاسوال عبدالستار میرزکوال: د ملي پولیسو منسوبینو روانې چارې به لا چټکتیا او سمون ومومي
ملپاسوال عبدالستار میرزکوال د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب له لوري د کورنیو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه د یاد وزارت منسوبینو ته ور وپېژندل شو.
په دې پېژند غونډه. . .
