۴ ولایتونو کې؛ پولیسو د کوکنارو کروندې اړولي او پنځه تنه نیولي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۰:۲۷
ddddd

د بامیان امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ددغه ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د کوکنارو کروندې له منځه وړي دي.
همداراز پولیسو د نشه یي توکو د پلور په تړاو دوه تنه په بغلان، دوه تنه په نیمروز او یو تن په تخار ولایت کې نیولی دی.
له نیول شویو کسانو یو میل کلاشینکوف، یو میل چره ییز ټوپک او یوه اندازه نشه یي توکي ترلاسه شوي دي.