۴ ولایتونو کې؛ ۱۸ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي
![یشیشی](/sites/default/files/2024-04/whatsapp_image_2024-04-02_at_9.37.58_am.jpeg)
امنیتي ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په نیمروز، زابل، ننګرهار او غزني کې ۱۸ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.
له منځه یې ۱۱ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، څلور غله په زابل، دوه تنه د غلا په تړاو په ننګرهار او یو غل په غزني کې نیول شوی دی.