د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله په حکم د هیواد په لویو لارو کې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د کورنیو چارو، عدلیې، فواید عامې او ټرانسپورټ وزارتونو او د ټرانسپورټي شرکتونو د استازو ترمنځ شریکه غونډه ترسره شوه.  په دغه غونډه کې د کابینې پر جوړه شوې طرح

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۰:۳
lpol

یاده غونډه چې د کورنیو چارو وزارت د مقام د غونډو په تالار کې نیول شوې وه د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال ستر پاسوال مولوي ابراهیم صدر د ټرانسپورټې شرکتونو د وړاندیزونو د اوریدلو ترڅنګ په لویو لارو کې ټرافیکي اصولو د مراعتولو په هکله خبرې وکړې او وې ویل چې د هیوادوالو د مال او ځان ساتنه اسلامي امارت خپل لومړيتوب ګڼي.
هغه وویل چې ټول ټرانسپورټي شرکتونه او موټر چلوونکي مکلف دي چې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي قانون او کړنلارو ته پام وکړي.
    
هېره دې نه وي چې د هیواد په لویو لارو کې د ټرافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري ځانګړی فرمان هم صادر شوی دی.