خبرونه
امنیتي او دفاعي لوړ پوړو چارواکو د نیمروز ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته سفر وکړ
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع او د وسله والو ځواکونو لوی درستیز سترجنرال محمدیاسین ضیا هلمند ولایت ته د خپل سفر په دوام، دا ځل نیمروز ولایت ته ولاړل.
د. . .
د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۱۱ تنه د وژنې، وسله والو غلاو او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو ونیول شول
د هرات، کندهار، لوګر او تخار ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه د وژنې، وسله والو غلاو او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې. . .
پکتیا کې دوه ترهګر چې په هدفي وژنو کې یې لاس درلود، ووژل شول
په پکتیا ولایت کې د هدفي وژنو درې کسیزه ډله چې په یاد ولایت کې یې د ترور په ګڼو قضیو کې لاس درلود، له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې يې دوه تنه وژل شوي او یو بل یې نیول شوی دی.
یادې ډلې. . .
بامیان کې د خلکو او پولیسو تر منځ د اړیکو د ټینګښت په پار ولسي بحث پرانیستل شو
په بامیان ولایت کې د خلکو او پولیسو تر منځ د اړیکو د ټینګښت – د اند تبادلې او همدارنګه د دې اړیکو په موخه د اسانتیاو/لاروچارو د رامنځته کولو په پار ولسي بحث پرانیستل شو.
په دې بحث کې د. . .
په پروان او هرات ولایتونو کې درې تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په پروان او هرات ولایتونو کې د درېیو جلا عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له ډلې؛ د پروان. . .
یو غل له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی او په څلورو ولایتونو کې ۱۲ تنه د انسان تښتونې، غلا او وژنې په تړاو ونیول شول
د خوست، غزني، هرات او پروان ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه. . .
د هېواد په څلورو ولایتونو کې له ۱۰ ماین چاودنو مخنیوی شوی
د ملي پولیسو منسوبینو د سرپل، پکتیکا، بدخشان او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې له ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي او د غوره امنیت د ټینګښت په پار څو کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د. . .
کابل کې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د. . .
کابل کې درې تنه د سرو زرو او پیسو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند چمن حضوري سیمه کې د مسافر وړونکو وسایطو د څېړلو پر مهال درې تنه له یو اندازه سرو زرو او پیسو "یورو" سره. . .