۵۰ تنه منسوبین د فراه امنیه قومندانۍ له مسلکي او عقیدتي زده کړو بشپړولو وروسته فارغ شول.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د فراه والي مولوي غوث الدین رهبر، د یاد ولایت امنیه قومندان مولوي عبدالظاهر خادم او مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی و.
غونډې ته مسؤلینو په خپلو ویناوو کې فارغو منسوبینو ته مبارکي ورکړه او په دندو کې یې مسؤلیت منلو ته راوبلل تر څو په اخلاص خپلې دندې مخته یوسي.