۱۰ کلن ماشوم چې یو کس په خپل کور کې بندي کړی و، وژغورل شو

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۱۷
sfsf

د دایکندي ولایت امنیه قومندانۍ امنیتي منسوبینو د یاد ولایت مرکز نیلي ښار په لومړۍ ناحیه کې د یو پلټونکې عملیات په ترڅ کې یو لس کلن ماشوم چې یو کس په خپل کور کې له درې ورځو راهیسې په زنځیرونو تړلی و او شکنجه کوه یې، ژغورلی او تورن کس یې نیولی دی.
د یادولو ده چې یاد ماشوم د دایکندي ولایت د خدیر ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې په مرکز نیلي ښار کې یې د یو کس لپاره شپني(چوپاني) کوله.