خبرونه
۴ ولایتونو کې؛ پولیسو نږدې ۲۰۰ تنه روږدي د بستر په موخه راټول کړي او ۲۲ تنه نیولي دي
د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو پایله کې له کابل ښار ۱۸۳ روږدي راټول او د درملنې لپاره یې د روږدو د درملنې روغتیایي کمپ(امېد) ته لېږدولي دي.
ورته. . .
۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۵۶ روږدي راټول او ۳۵ نور یې له بستر وروسته رخصت کړي
په ولایتونو کې د روږدو د راټولو په دوام، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په مهال ۲۵ روږدي کسان د نیمروز له مرکز زرنج ښار، ۱۴ تنه له غزني، ۱۴ تنه له فراه او ۳ تنه له. . .
پولیسو نیمروز کې ۱۰ ټن نشه یي او کیمیاوي توکي وسوځول
د نیمروز امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت ۱۰ ټنه بېلابېل نشه یي او کیمیاوي توکي چې( هیرویین، تریاک، چرس، نشه یي ګولۍ، تیزاب او کیمیاوي مواد) وو او د تېرو څو میاشتو په لړ. . .
کاپیسا کې د پولیسو ۵۳ منسوبین د ښوونیزو او مسلکي زده کړو بشپړولو وروسته فارغ شول
یاد ښوونیز سیمینار چې په بېلابېلو برخو کې د امنیتي ځواکونو د مسلکي کولو په موخه د کاپیسا ولایت د حصه اول ولسوالۍ امنیه قومندانۍ د پولیسو د حقونو د مدیریت له لورې جوړ شوی وو، پولیسو ته د. . .
بلخ او پکتیکا کې وسلې، مهمات او د نظامي وسایطو پرزې کشف او ضبط شوې
د کورنیو چارو وزارت ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو څلور میله کلاشینکوفونه، څلور تومانچې، یو میل ایم ۱۶، ۵۰ د راکټ مرمۍ او یوه مخابره په بلخ او همداراز د نظامي او بريښنايي وسایطو پرزې او. . .
په ۲ ولایتونو کې؛ ۱۶ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو، لیږد او کارولو په تړاو نیول شوي
د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۱۶ تنه د نشه یي توکو لیږد، خرڅلاو او کارولو په تړاو د کابل ولایت په بیلابیلو سیمو کې نیولي او له دوی څخه ۳ کیلو ګرامه چرس، یوه اندازه شیشه او کا نشه. . .
په ۷ ولایتونو کې؛ ۲۱ تنه نیول شوي او ۷ عرادې موټرسایکلونه ضبط شوي
د پولیسو ځواکونو، ۲۱ تنه د غلا، وژنې، اخلاقي فساد او غیرقانوني وسلو ساتلو په تړاو په تخار، بلخ، ننګرهار، فاریاب، غزني او سمنګان ولایتونو کې نیولي.
له دې ډلې، ۵ تنه د غلا په تړاو په. . .
بلخ کې؛ پولیسو ۵۲ روږدي له بستر وروسته رخصت کړي دي
نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت مسؤلینو ۵۲ تنه روږدي په بلخ ولایت کې چې پخوا یې د یادو ولایت له مختلفو سیمو څخه را ټول کړي وو له درملنې وروسته رخصت او خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
د پولیسو ځواکونو؛ ۱۲ تنه په څلورو ولایتونو کې نیولي
د پولیسو ځواکونو، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې، ۱۲ تنه د غلا او قماربازۍ په تړاو په کابل، کاپیسا، بلخ او هرات ولایتونو کې نیولي
له دې ډلې، دری تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو د کابل ولایت. . .