په هرات او لغمان کې ۶ تنه د وژنې او د غیرقانوني وسلو د ګرځولو په تړاو ونیول شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۱۱
dfsdaf

د هرات ولایت د امنیې قومندانۍ امنیتي ځواکونو، د غلا د یوې خطرناکې او مسلکي ډلې ۲ تنه غړي د هرات ښار په جبرئیل سیمه کې د یو هټیوال (دوکاندار) له وژلو وروسته ونیول.
همدارنګه، د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ د شرطې  ځواکونو، ۳ تنه د غیرقانوني وسلو د ګرځولو او یو بل تن یې د وژنې په تړاو نیولی.
له یادو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، یو میل تومانچه او یو میل چره‌ییز ټوپک ترلاسه شوی دی.