په کنړ کې د سلګونو عرادو وسایطو تورې شیشې پاکې شوې

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۱۱
sdafaf

د کنړ ولایت ګډو امنیتي ځواکونو، د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د امنیتي عملیاتو او اقداماتو پر مهال د ۹۰ عرادو موټرو تورې شیشې سپینې کړې او د ۵۰ عرادو نورو موټرو څخه یې اضافي انتنونه او لایزري څراغونه لرې کړي دي.
د کنړ ولایت د امنیې قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر، مولوي محمد سلیم مخلص وایې چې دا اقدامات د ترافیکي او امنیتي سرغړونو د مخنیوي، د عامه نظم د ټینګښت او د خلکو د امنیت د ساتلو په موخه ترسره شوي دي.