تخار ولایت کې د ۶۰۰ کیلوګرامو څخه زیات نشهيي توکي کشف او ضبط شول
۶۱۴ کیلوګرامه تریاک چې په یوه شخصي امبولانس کې له بدخشان ولایت څخه د تخار ولایت له لارې نامعلوم لوري ته لېږدول کېدل، د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې له لوري کشف او ضبط شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې ۲۰ ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې له یوه شخصي امبولانس څخه ۴۲۰ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط شوي وو.