۲۷ تنه د بېلابېلو جنايي پېښو په تړاو نيول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۱۰:۰
ةةز

 

۲۷ تنه د غلاوو، ناقانونه ښکار او اخلاقي بې لاريو په تړاو په پلازمېنه، بلخ، پروان، تخار او فراه کې نيول شوي دي.

د بلخ د امنيه قومندانۍ منسوبينو څلور تنه د الوتونکو د ناقانونه ښکار په تړاو د ياد ولايت په " شولګرې" ولسوالۍ کې نيولي.همداراز اوه کسېزه وسله واله ډله، چې انسانتښتونې او وسلوالې غلاوې يې کولې د ياد ولايت مرکز مزارشريف ښار کې نيول شوي دي.
په ورته وخت کې، ۳ تنه د موټرو د غلا، يو بل تن له کورونو د غلا او ۳ تنه نور د مبايلونو او پيسو شوکولو په تړاو د کابل ښار په اتمه ناحيه کې پوليسو نيولي دي.
له بل لوري، څلور تنه غله په پروان او يو بل تن د غلا په تړاو د فراه ښار په دريمه ناحيه کې نيول شوی دی.
په یو بل خبر کې، دوه تنه د غلا او دوه تنه نور د اخلاقي بې لاريو او له کوره د تېښتې په تړاو د مرکز تالقان ښار په لومړۍ ناحيه کې د تخار پوليسو نيولي دي.
همدارنګه، د هرات د امنيه قومندانۍ پوليسو يو عراده غلا شوی "فلډر " موټر ديو لړ پلټونکو عملياتو په ترڅ کې پيدا او بيرته يې خپل خاوند ته سپارلي،چې په تړاو يې تراوسه څوک نه دي نيول شوي.