کورنیو چارو وزارت کې به اداري چارې او چوپړتیاوې ژر تر ژره پیل شي
کورنیو چارو وزارت کې به اداري چارې او چوپړتیاوې ژر تر ژره پیل شي
یکشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۰
د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزارت مشرتابه هڅه کوي، څو د بېلابېلو ریاستونو او ادارو د رییسانو په ګومارنې سره عامه خدمات وړاندې او همدارنګه اداري چاري ژر تر ژره بیاځلې پیل کړي.
د کورنیو چارو وزارت د ادارو په راس کې د ژمنو او ریښتینو کسانو ګومارنې پیل شوې او د دې لړۍ په بشپړېدو سره به د کورنیو چارو وزارت بېلابېلې برخې فعالې او له ځنډ پرته به د مراجعینو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو شي.
کورنیو چارو وزارت هڅه کوي څو د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر په نږدې راتلونکي کې پیل کړي او له همدې کبله د کورنیو چارو وزارت د خدماتي، اداري او تخنیکي سیستمونو د بیا فعالولو په پار ګړندۍ هڅې روانې دي.
د افغانستان پتمن ولس ته ډاډ ورکول کېږي چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې به د مراجعینو او غوښتونکو پر وړاندې د خدمتونو بهیر ژر او په عادي توګه پیل شي.
هېره دې نه وي چې د تخنیکي سیستمونو او همداراز اداري چارو د غوره پرمختګ په پار به د کورنیو چارو وزارت مسلکي منسوبین او کارکوونکي هم د دوی د وظیفوي مکلفیت له مخې د شته تشکیل پر بنسټ بېرته خپلو دندو ته را وغوښتل شي.