په پنځو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو ۷ کسان ونیول شول او یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او شنډ شول
د کورنیو چارو وزارت له جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د بېلابېلو جلا اقداماتو په ترڅ کې، دوه کسان په تخار ولایت کې د نغدو پیسو د غلا، دوه کسان په سمنګان ولایت کې د وسلې ګرځولو او بېهدفه ګرځېدو، یو غل په فراه ولایت کې، یو جیبوهونکی په جوزجان ولایت او یو بل کس په زابل ولایت کې د شهر صفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه موټر د غلا په تړاو نیولي دي.
همداراز، د خوست ولایت د امنیې قوماندانۍ د استحکاماتو د انجنیري ټیم آمریت منسوبینو په تېرو شپږو میاشتو کې لسګونه ډوله چاودېدونکي توکي، چې د تېرو جګړو په مهال پاتې وو، په خوندي او مسلکي ډول کشف او له منځه وړي دي.