په ننګرهار ولایت کې د څه باندې ۹ زره لیټره هایدرولیک تېزابو د قاچاق مخنیوی وشو

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۳۳
sdfa

د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ پولیسو د خپلو کشفي عملیاتو په ترڅ کې، دوه تنه له ۹ زره او ۳۱۲ لیټره هایدرولیک اسیدو(تېزابو) سره، چې د نشه‌یي توکو په جوړولو کې ترې استفاده کېږي، د دغه ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار د اوومې حوزې په مربوطاتو کې نیولي دي.

نیول شویو کسانو یاد تېزاب په یو موټر کې لېږدول او غوښتل یې قاچاق یې کړي، چې د پولیسو له لوري یې مخه ونیول شوه.