په تخار ولایت کې د آیخانم بندر دوې ټولګټې پروژې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت پرانیستل شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د تخار ولایت د دشت قلعې ولسوالۍ د آیخانم بندر کمیسارۍ د نوې اطفائیې ودانۍ، احاطوي دېوال او امنیتي برجونو په ګډون، د څه باندې ۲۷ میلیونو افغانیو په ټولیز ارزښت دوې ټولګټې پروژې د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو د عمومي ریاست د تأسیساتو د رئیس الحاج مولوي فضلالرحمن «حقاني» او مل پلاوي له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې په رسمي توګه پرانیستل شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دې مراسمو کې سیمه ییزو مسوولینو، د امنیه قوماندانۍ منسوبینو، د آیخانم بندر مسوولینو او یو شمیر قومي مشرانو او د خلکو استازو برخه اخیستې وه.
الحاج مولوي فضلالرحمن «حقاني» او مل پلاوي د پروژو د رسمي پرانیستلو ترڅنګ، د دې پروژو د پلي کولو او بشپړولو په برخه کې د مسوولینو له هڅو او همکاریو مننه وکړه او د جوړو شویو تأسیساتو پر ساتنې، پاملرنې او اغېزمنې ګټې اخیستنې یې ټینګار وکړ.
همدارنګه مسوولینو په دې غونډه کې، د دې پروژو رامنځته کول او بشپړول د امنیتي تأسیساتو د پیاوړتیا، د خدماتي او اطفائیوي ظرفیتونو د لوړولو، د دولتي تأسیساتو د خوندیتوب تأمینولو او په آیخانم بندر کې د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو لپاره د خوندي چاپېریال چمتو کولو په برخه کې یو مهم ګام وباله.