هرات کې ۱۶ تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۳۶
asdfas

د هرات امنیې قومندانۍ نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د تیرې اونۍ په لړ کې د څو جلا عملیاتو په پایله کې ۱۶ تنه د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له نیول شوو کسانو ۷۵ کیلو ګرامه مایع تریاک، ۹۷ کیلو‌ګرامه ایف، ۷۰۰ کیلو ګرامه الکولي شراب او یوه اندازه هیرویین، چرس او نشه‌يي ټابلیټونه ترلاسه شوي دي.