لسګونه تنه په نشو روږدي کسان راټول شوي او لسګونه تنه نور له رغېدو وروسته د روغتونونو څخه رخصت شوي دي
۱۳۳ تنه په نشو روږدي کسان چې پخوا د بلخ ولایت له اړونده سیمو څخه د درملنې په موخه راټول شوي وو، له رغېدو وروسته د ټاکل شوې کمېټې له خوا خپلو کورنیو ته سپارل شوي.
په همدې حال کې، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۳۴ تنه نور په نشو روږدي کسان د بلخ، پروان، میدان وردک، بدخشان او سمنګانو ولایت څخه را ټول کړي او د درملنې په موخه یې اړونده روغتونونو ته ور پېژندلي دي.