د کورنیو چارو وزارت پیغام

moi-af
سبسبسبسب

د وسلو ټولولو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ د سولې ساتلو او د نړیوال امنیت په رامنځته کولو کې د کلیدي اقداماتو په توګه ځانګړی اهمیت لري.
د دودیزو او غیر دودیزو وسلو کارول کولی شي انسانیت، چاپیریال او دوامداره پرمختګ ته جدي ستونزې پېښې کړي، چې بې له شکه بې وسلې کول او د وسلو نه ویش یاد ګواښونه کمولی شي. 
افغانستان د نړیوالې ټولنې ترڅنک دغه ورځې ته په درنه سترګه ګوري او له هغو هیوادونو څخه چې له دغې برخې ګتې لري غواړي چې د خپلو وسلو په تولید او خرڅلاو سره د انسانیت د تباهۍ او د بې ګناه خلکو د ډله ییزې وژنې لامل نه شي.
افغانستان له هغو هیوادونو څخه دی چې له بده مرغه خلک یې له وروستیو څو لسیزو راهیسې د یرغلګرو هیوادونو د وسلو د سیالۍ له امله د سپکو او درنو وسلو، ماینونو او نورو چاودیدونکو توکو له کارولو او ازمایښت څخه اغیزمن او زیانمن شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د خپلې ستراتیژۍ او پلانونو له مخې په افغانستان او سیمه کې د ثبات غوښتونکی دی او د هغو پاتې وسلو د ساتنې او پالنې ته ژمن دی چې په حقیقت کې د هېواد امنیتي او دفاعي ارزښت ګڼل کيږي.

د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه له غیر مسوولو کسانو څخه د ناقانونه وسلو د ټولولو لپاره لازم تدابیر نیولي دي او دا پروسه په جديت او بریالیتوب سره پر مخ روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع

مطبوعاتي اعلامیې

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۸:۵۶
Background image

خبرتيا!

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست په هېواد کې د پولیسو پر فعالیتونو څارنه کوي او په هېواد کې د کورنیو چارو وزارت له لوري وړاندې کېدونکو چوپړتياوو

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳۱ - ۱۴:۵۰
Background image

خبرتیا!

د هغو موټرسایکلونو مالکینو او متصرفینو ته چې تر اوسه یې موټرسایکلونه جوازسیر او نمبر پلیټ نه لري (ګمرک یا مستوفیت) کې نه دي محصول شوي، یعنې یو کیلي

Back to announcements