د کورنیو چارو وزارت مسوولینو لپاره لارښودیزه غونډه جوړه شوه
غونډې ته د کورنیو چارو وزارت وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني، د یاد وزارت مرستیالان، عمومي رییسان، د کابل ولایت مرستیال والي، امنیه قومندان، د ولسوالیو ولسوالان، امنیه قومندانان، د کابل د حوزو امرین او نور مسوولین او منسوبین راغلي وو.
غونډې ته د عالیقدر امیرالمومنین حفظهالله له لوري د شرطې نوی توشیح شوی قانون ګډونوالو ته په اجمالي توګه تشریح شو.
د کورنیو چارو وزیر قدرمن خلیفه صیب، راغلو ټولو ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې وروسته له دې د نوي قانون له مخې خپل اجراات ترسره کړي.
ستر امنیتي معین الحاج ملا محمد ابراهيم صدر هم په خپله وینا کې شرطې ځواکونو ته د دغه لویې لاسته راوړنې د مبارک ویلو تر څنګ د یاد قانون په پوره پلي کولو ټینګار وکړ.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او کفیل مولوي محمد نبي عمري هم د غونډې وینا وال وو، او نوی توشیح شوی د شرطې قانون یې د شرطې په فعالیتونو کې د کورنیو چارو وزارت ته یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او له ټولو مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې په ښه توګه ګټه ترې پورته کړي.