د کورنیو چارو وزارت سرپرست د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې ولسي غونډه کې ګډون وکړ

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۰:۵۳

د کورنیو چارو وزارت سرپرست محترم خلیفه سراج الدین حقاني او ورسره مل پلاوي د پکتیا سیدکرم ولسوالۍ کې د قومي مخورو او سيمه ييزو مسوولينو له لوري جوړې شوې غونډه کې ګډون وکړ. 

دې ولسي غونډه کې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځایي اوسېدونکو د خلیفه صاحب او ورسره مل پلاوي تود هرکلی وکړ او هېواد کې يې د خوندي امنیت او ثبات په برخه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې. 
د سيدکرم ولس محترم حقاني ته د دوامداره ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ او د متوازن انکشاپ او بنسټيزو پروژو د پلې کېدو په برخه کې د محترم حقاني د پاملرنې غوښتنه وکړه. 


خلیفه صاحب دې ولسي غونډې ته په وينا کې جهادي بهير کې د سیدکرم د خلکو سرښندنې وستایلې او ياد قومونه یې د هیواد امن او پرمختګ د بنسټونو مهمه برخه وبلل. 


خليفه صاحب د امنيت او پرمختګ الهي نعمت ياد کړ او په وينا يې له بې روزګارۍ او ستونزو سره، سره اميدونه هم ډېر دي. هغه ټينګار وکړ چې د نا امېدۍ پر ځای ولس او حکومت بايد په ګډه کار وکړي.

خلیفه صاحب نړیوالو سره د اعتماد او مشروع چوکاټ کې د همکارۍ په اړه وویل چې نړیوال باید د مشروع او منظمو میکانیزمونو له لارې له افغانستان سره د اقتصادي ودې او نشه يي توکو سره مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.


 خليفه صاحب د بشري مرستو د اهمیت یادونه وکړه او زياته یې کړه چې بشري مرستې باید له سیاسي موضوعاتو سره و نه تړل شي.

خلیفه صاحب د ښه راتلونکي او پر ځان بسياينې په موخه اقتصادي او د کانونو استخراج په برخه کې د پرمختګ، او په سیمه‌ییزه او ملي کچه د ستونزو حل او يو شمېر پروژو د پلې کېدو او کاري بوختياوو رامنځته کېدو په برخه کې يې د شته ستونزو د حل ژمنه وکړه.

 هغه شته وضعيت د هیواد یووالي او وحدت لپاره مهم فرصت وباله او د ثبات او آرامۍ ساتلو لپاره یې د حکومت جدي اراده او تصمیم څرګند کړ.