د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ لوی ریاست تر نږدې دوه میاشتو ځنډ وروسته خپلې چارې پیل کړې

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۱۳ - ۱۳:۴۵
عکس

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ لوی ریاست تر نږدې دوه میاشتو ځنډ وروسته خپلې چارې پیل کړې
 د ا.ا.ا وزیرانو شورا د دستور پر بنسټ به د پاسپورټ د وېش لړۍ په راتلونکې اونۍ کې بیا ځلې پیل شي. 
د پاسپورټ په لوی ریاست کې په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د یادې ادارې رییس الحاج مولوي عالم ګل حقاني رسنیو ته وویل، چې په لومړي پړاو کې به هغو ۲۵ زرو کسانو ته چې بانکي تعرفې یې تحویل کړې، په دویم پړاو کې هغه کسان چې په انلاین ډول یې غوښتنلیکونه ډک کړي او پاسپورټ ادارې ته یې سپارلي او همدارنګه په درېیم پړاو کې بیا د هېواد ټول اتباع د پاسپورټ د وېش په لړۍ کې شاملیږي. 
نوموړي زیاته کړه چې د هېوادوالو د اړتیا له مخې دوه کاري شېفتونه جوړ شوي چې د یوې ورځې په لړ کې به ۶ زره ټوکه پاسپورټونه د مرکز او ولایتونو په پوستخونو کې ووېشل شي. 
ورپسې د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو رییس قاري سعید خوستي زیاته کړه چې د ا.ا.ا پر هغو ژمنو ولاړ دی چې د افغانستان له ستر ولس سره یې کړې دي. 
نوموړي وویل چې هغه پاسپورټونه چې د زمري د ۲۴ نېټې تر مخه یې د پړاوونو بشپړاوی ځنډېدلی و، په راتلونکې اونۍ کې پیلیږي. 
د یادونې وړ ده چې د پاسپورټ ریاست ښځینه کارکوونکې هم د ښځو لپاره د پاسپورټونو د وېش په موخه خپلې چارې پیلوي. 
بلخوا؛ د پاسپورټ ریاست ښځینه کارکوونکې هم خپلو دندو ته د ور ګرځېدو له امله خوښي څرګنده کړه او د پاسپورټ ادارې له مسوولینو څخه یې خپلو دندو ته د بېرته حضور له کبله مننه وکړه. 
هېره دې نه وي چې د پاسپورټ د ۱۷۰ زرو غوښتونکو لپاره د وېش لړۍ له امله به انلاین خدمتونو تر یوې نیمې میاشتې پورې د نورو پر مخ تړلي وي؛ خو هغه کسان چې اړتیا لري لکه: ناروغان، د دولتي بنسټونو کارکوونکي، سوداګر، د دعوت پاڼو او اقامو لرونکي، نظامي او غیرنظامي ټپیان او محصلینو لپاره به د وېش لړۍ روانه وي. 
د پاسپورټ ریاست کارکوونکي او کورنۍ یې او همدارنګه هغه ورزشکاران چې په بهرنیو هېوادونو کې د لوبو د ګډون په موخه ځي، دوی ته به د پاسپورټ د چټک وېش خدمتونه فعال وي.