د کورنیو چارو وزارت خبرتیا:
ټول خصوصي، دولتي او غیر دولتي موسسات، شرکتونه، هوټلونونه، ملي تجاران او هغه کسان چی د مخابروي سیستمونو څخه ګټه اخلي او د مخابروي وسایلو د کارونې قانوني جواز نه لري یا یي د جوازونو موده پای ته رسیدلي ده خبر ورکول کیږي ترڅو ژر تر ژره دې له اړونده وزارت څخه د مخابرو د کاروونې جواز ترلاسه او نوی کري.
د اړونده وزارتونو پرته هیڅ خصوصي شرکت او ورکشاپ نشي کولای چی مخابروي وسایل ترمیم او پروګرام کړي.
له جواز پرته د مخابروي وسایلو څخه ګټه اخیستل جرم دي او له سر غروونکو سره قانونی چلند ترسره کیږی.